لاهور -- ډان خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ ( د اګست په ۳۰ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان او ورلډ ۱۱ ټیم ترمنځ د درېو ميچونو سيريز لپاره د آنلاین ټکټونو اعلان وکړو. په ورلډ ۱۱ ټیم کې د يو شمير هیوادونو لوبغاړي شامل دي.
په لاهور کې د سپتمبر په نيمايۍ کې د درې ميچونو سيريز کوربه توب د پاکستان لپاره بریالیتوب څرګندوي. بهرنی ټیمونو په عمومي ډول دې هیواد ته وروسته له هغې د راتګ نه ډډه کوله کله چې د ۲۰۰۹ کال په مارچ کې ترهګرو په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټیم باندې برید وکړو، چې اوه تنه پاکستانيان په کې ووژل شول او د سري لنکا اوه کسان ټپیان شول.