په کراچۍ کې يو هيجړه ووژل شو

ای ايف پي

کراچۍ -- پوليسو وويل چې نامعلومو وسله والو د چهارشنبې په ورځ ( د اګست په ۳۰ مه) په کراچۍ کې په يو وروستي بريد کې، چې په پاکستان کې کمزوري ټولنه په نښه کوي، يو هيجړه ووژلو.

برید کوونکو اول په وژل شوي کس او د هغه په ملګري باندې د روان موټر نه هګۍ وغورځولې او بيا دغه ځای ته واپس راغلل او په دغه جوړه یې په ټوپک سره ډزې وکړې.

د پولیسو يو سينير افسر، ثاقب اسماعیل، ای ايف پي ته وویل: "يوه ګولۍ د وژل شوی کس په ژامه ولګیده او هغه د دغه ډز له امله مړ شو."

په ۲۰۰۹ کال کې، پاکستان په نړۍ کې لومړې هیواد جوړ شو چې په قانوني توګه يې دریم جنسیت ومنلو او هيجړاګانو ته یې د شناختي کارډونو ترلاسه کولو اجازه ورکړه، په داسې حال کې چې يو شمير کسانو په انتخاباتو کې هم برخه اخیستې وه.

د دې ګامونو سره، ډیر پاکستاني هيجړاګان د امتيازي چلند سره مخامخ دي او دوی مجبور دي چې د ټولنې نه د ویستلی شوي کسانو په توګه ژوند وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ له پکار ده چې له پامه غورځول شوي ټولنې درناوی وکړو چې دوی هم له عزت سره د ژوند کولو فرصت ترلاسه کړي

ځواب