پيښور -- رسنيو راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخواه په بنو ډسټرکټ او اورکزۍ ايجنسۍ کې په عملیاتو کې دوه وسله وال ووژل او شپږ شکمن وسله وال یې ونيول.
د سما تلويزيون له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، ځواکونو په بنو کې د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۸ مه) د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو کې دوه وسله وال ووژل.
ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو، د آی ايس پي آر له مخې، په جلا توګه فرنټير کور د دوشنبې په ورځ په اورکزۍ ایجنسۍ کې شپږ شکمن وسله وال ونیول او د وسلو او مهماتو یوه لويه زیرمه يې ترلاسه کړه. دا چاپه د روان رد الفساد عملیاتو برخه وه.