په پنجاب کې يو عيسايي هلک د مقدساتو د سپکاوي یا کفر په تور ونيول شو

ای ايف پي

لاهور -- چارواکو د یکشنبی په ورځ ( د اګست په ۲۰ مه) وویل چې په پاکستان کې یو عیسايي کس د قرآن کریم د پاڼو سوځولو په تور نیول شوی او بندي شوی دی.

دا پیښه په پنجاب کې رامنځته شوه. د ځايي پوليسو يو چارواکي وويل چې پولیسو آصف مسيح، ۱۸ کلن، په موقع ونیولو.

اصغرعلی ای ايف پي ته وویل: "د اګست د میاشتې په ۱۲ مه شپه، پولیسو یو شکایت ترلاسه کړو چې یو عیسايي هلک د مزار نه بهر د قران پاک پاڼې سوځوي."

د پوليسو يو بل افسر، پرويز اقبال، وويل، چې پوليسو دغه شکمن کس د هغه د خونديتوب لپاره بوتلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500