https://pakistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_pf/newsbriefs/2017/08/17/newsbrief-01

د پنجاب چارواکو ۲۷ شکمن کسان د ۷ شکمن ترهګرو په ګډون ونيول

پاکستان فارورډ

لاهور -- د پوځ د عامه اړیکو دفتر د چهارشنبې په ورځ ( د اګست په ۱۶ مه) راپور ورکړو چې د پنجاب صوبې امنیتي ځواکونو ۲۷ تنه شکمن کسان ونیول چې په دوی کې د تحریک طالبان پاکستان اوه شکمن غړي هم شامل دي.

آی ایس پي آر وویل، رینجرو، د پنجاب پولیسو او استخباراتي ادارو د صوبې په بېلابېلو برخو کې په تیرو دریو ورځو کې د استخباراتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
0
نه
تبصرې 0
د تبصرو تګلاره
Captcha