لاهور -- د ډان خبري اژانس له مخې، د سريلانکا کرکټ د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۴ مه) وويل، د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د ویجاړونکي ترهګرۍ نه د پاکستان د بیرته راګرځیدو له کبله، د سريلانکا د کرکټ ټيم په سپتمبر کې پاکستان ته د تلو پلان لري.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په مارچ ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سريلانکا په ټيم باندې د تروريستي بريد نه وروسته بهرني ټیمونو تقريبا په بشپړه توګه پاکستان د کرکټ د ځای په توګه ترک کړی وو. په دغه بريد کې اته پاکستانیان وژل شوي او د سريلانکا اوه کسان ټپيان شوي ول.
د سريلانکا د کرکټ مشر تيلانګا سوماتهي پاله په یو بیان کې وویل چې د سریلانکا د امنیت ټیم پاکستان د کرکټ ميچونو لپاره وړ ګرځولی دی.
هغه زياته کړه، سريلانکا په پام کې لري چې په پاکستان کې درې ميچونه او په لاهور کې "لږ تر لږه يو" ميچ وکړي.