د پاکستان مدر ټريسا په کراچۍ کې وفات شوه

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- د ازادۍ راډیو اپور ورکړو چې د انساني حقوقو کارکونکي ډاکټر روت فاو، چې په جرمني کې زېږېدلی وه او ځيني کسان يې د "پاکستان مدر ټريسا" په نوم هم یادوي، د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۱۰مه) په کراچۍ کې د ۸۷ کالو په عمر کې وفات شوه.

فاو په پاکستان کې د ملی جذام کنټرولولو د پروګرام بنياد ايښودی وو. هغه د دوو هفتو راهيسې په هسپتال کې داخله وه.

وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په يو بيان کې د فاو د "مثالي خدمتونو" ستاينه وکړه او د هغې لپاره يې د سرکاري جنازې اعلان وکړو. دا به د اګست په ۱۹مه په کراچۍ کې ترسره شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500