په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې د ناموس په نامه ۲ ښځې او يو سړی ووژل شو

پاکستان فارورډ

پيښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې درې پاکستانیان د ناموس په نامه ووژل شول.

پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۹ مه) وویل چې ۱۹ کلنه ښځه او د هغې عاشق، ۲۲ کلن سړی، د خیبرپښتونخوا په شانګلا ډسټرکټ کې په ډزو ووژل شول.

دې جوړې ناجایز تعلقات لرل. پوليسو د ښځې په ورور او پلار باندې د وژلو تور ولګولو. دواړه نارینه لا تر اوسه پورې نه دي نيول شوي.

د پولیسو په وینا، ۱۷ کلن هلک په ملتان کې د سه شنبې په ورځ ( د اګست په ۸ مه) خپله خور په ډزو ووژله او د هغې میړه يې ټپي کړو.

پولیسو وویل چې دغه جوړې د ښځې د کورنۍ د مرضۍ خلاف واده کړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500