د پاکستان کمانډران په يو کنفرانس کې د هیواد د امنیت بیاکتنه کوي

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د پاکستان د پوځ لوړ پوړي چارواکو په راولپنډۍ کې د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۷ مه) د هیواد د بهرني او داخلي امنیت بيا کتنه وکړه.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کمانډرانو د کانفرنس مشري وکړه.

آی ايس پي آر وويل، باجوه په سيمه کې، په ځانګړي توګه په افغانستان کې، د سولې او امنيت په اړه خپله ژمنه څرګنده کړه.

هغه د بغاوت په وړاندې د روان خيبر-۴ عملياتو د پرمختګ په اړه اطمینان څرګند کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500