په بلوچستان کې ۴ وسله وال ووژل شول

پاکستان فارورډ

کوټه -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې څلور وسله وال ووژل او زیاته یې کړه چې شپږ نوروسله وال تسلیم شول.

د ډان خبري اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، پوځيانو چې په کوهلو او ډیره بګټي ضلعو کې يې عملیات ترسره کول، د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۶ مه) دغه وسله وال ووژل.

آی ايس پي آر وويل، وژل شوي وسله والو په امنيتي ځواکونو بريد کړی وو او په شوکې او د پيسو لپاره په اغواکارۍ کې اخته وو.

د ډان خبري اژانس له مخې، د بلوچستان د منع شوي آزادۍ تحريک شپږ غړو د یکشنبې په ورځ تاوتریخوالی پریښودو او خپلې وسلې یې د ګوادر په ښار کې وسپارلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500