د سيند پولیسو د ۷۲ تر ټولو زيات مطلوب شکمن ترهګرو نومونه وښودل

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- د سيند پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۳ مه) د ۷۲ ترټولو زيات مطلوب شکمن تروریستانو لسټ خپور کړو چې په دې کې د داعش هغه څلور شکمن غړي هم شامل دي کوم چې په می ۲۰۱۵ کال کې په کراچۍ کې د اسماعيلي شيعه ګانو په بس کې د ۴۰ نه د زيات کسانو په قتل عام کې تورن دي.

دغه ترټولو مطلوب لسټ د سيند د پولیسو د تروریزم ضد ادارې د سور کتاب اتمه نسخه ده. په پخوانۍ نسخه کې د ۹۰ نه زیات نومونه شامل ول.

په دې لسټ کې نور شکمن کسان د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو سره په تړاو لرلو تورن دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500