په پنجاب او سيند کې ۳ ترهګر ووژل شول او ۱۵ شکمن کسان ونیول شول

پاکستان فارورډ

ګجرات -- رسنيو راپور ورکړو چې په پنجاب صوبه کې په مختلفو امنيتي عملياتو کې لږ تر لږه درې ترهګر ووژل شول او ۱۵ شکمن کسان ونیول شول.

دنيا ټي وي راپور ورکړو چې د پنجاب پولیسو د تروریزم ضد ادارې د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۲ مه) په ګجرات ډسټرکټ کې په ډزو کې درې ترهګر ووژل.

ترهګرو د سي ټي ډي په افسرانو باندې د لټون په دوران کې ډزې پیل کړې. پوليسو هم په هغوی ډزې وکړې. درې شکمن کسان وتښتېدل.

د سي ټي ډي په وینا، درې وژل شوي کسان د یوې منع شوي تنظیم سره تړاو لرلو او په ګجرت کې یې د حملو پلان لرلو.

سما تلويزيون د پنجشنبې په ورځ ( د اګست په ۳ مه) راپور ورکړو چې د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، امنیتي ځواکونو په لاهور کې د منع شوي تحریک طالبان سوات او تحریک طالبان پاکستان پنځه شکمن غړي ونیول.

دنيا نيوز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړو چې پولیس په لاهور کې په هديره کې د ترهګرو د ممکنه پټنځایونو لټون کوي.

د سما تلويزيون په وینا، امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې ۱۰ نور کسان ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500