چارواکو په لاهور کې دوه شکمن کسان ونیول او په باجوړ کې یې وسلې ونیولې

د سټاف راپور

لاهور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې امنيتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ ( د جولای په ۲۵ مه) په لاهور کې د تحريک طالبان پاکستان او د ټي ټي پي اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار دوه شکمن غړي ونيول او په باجوړ ايجنسۍ کې يې د وسلو يوه زيرمه او ځانمرګي واسکټونه قبضه کړل.

سي ټي ډي په يو بیان کې وويل چې د پنجاب د پولیسو د تروریزم ضد ادارې په والټن روډ باندې دوه شکمن کسان ونیول او زياته یې کړه چې دوی په راتلونکي اونۍ کې په امنیتي ځواکونو باندې د برید کولو پلان لرلو.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل چې امنيتي ځواکونو د باجوړ ايجنسۍ په ممند تحصيل کې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکې ونيولې.

آی ایس پي آر زیاته کړه، په دې زیرمه کې سب مشین ګنونه، د بمونو لپاره بال بیرنګونه، او نور تروریستي تجهیزات شامل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500