په لاهور کې په يوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول

ای ايف پي

لاهور -- چارواکو وويل، چې د پاکستان په لاهور ښار کې د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۲۴ مه) په سبزي منډۍ کې په يوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول. د چاودنې وجه په فوري توګه معلومه نه ده.

د ښار کمیشنر عبدالله خان سنبل وویل، "دا چاودنه د يو ځانمرګي برید په شان وه چې پولیس يې په نښه کړل، خو موږ لا د چاودنې نوعيت معلوموو."

هغه ای ايف پي ته وویل، لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وويل، چې په ځپل شوي کسانو کې زياتره د پوليسو افسران او ځيني نندارچيان وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500