په پنجاب کې د چاپو نه وروسته ۱۱ شکمن ترهګر ونيول شول

پاکستان فارورډ

لاهور -- ايکسپريس ټريبيون د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۱۹مه) راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په ټول پنجاب ولايت کې په چاپو کې لږ تر لږه ۱۱ شکمن تروریستي تسهیل کوونکي، د منع شوي تنظيم يو غړي په ګډون، ونیول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل چې دا عملیات په ډيره غازي خان، راولپنډۍ او لاهور کې ترسره شول.

د آی ایس پي آر په وینا، په دغه نيول شويو کسانو کې يو کس د تحریک طالبان پاکستان اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار سره تړاو لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500