په مستونګ کې د شیعه کورنۍ ۴ غړي ووژل شول

ای ايف پي

مستونګ، بلوچستان -- پوليسو وويل، چې وسله والو کسانو د چهار شنبې په ورځ ( د جولای په ۱۹مه) د پاکستان په سویل لویدیځ کې په يو موټر حمله وکړه او د شیعه اقليت د یوې کورنۍ څلور غړي يې په يوه فرقه ايزه حمله کې ووژل.

دغه کسانو د هزارې شیعه کورنۍ، چې کراچۍ ته روان وو، په ګاډې باندې هغه وخت ډزې وکړې کله چې دوی د چوټو نه تيريدل. چوټو د کوټې په سويل کې ۴۰ کلوميټره ( ۲۵ ميله) لرې يو کلی دی.

د ځايي پولیس سټيشن مشر، عبدالقدوس، ای ايف پي ته وویل: "د یوې کورنۍ څلور تنه، د یوې میرمنې په شمول، ووژل شول او یو بل کس ټپي شو کله چې وسله والو کسانو په موټر باندې د اټوماټيک وسلو سره هغه وخت ډزې وکړې کله چې دا په يو سپيډ بريکر باندې ورو شو."

قدوس وویل: "دا یو فرقه يي قتل دی ځکه چې کورنۍ هيڅ دښمن نه لرلو."

د ډسټرکټ د پوليسو مشر غضنفر علي شاه د تفصيلاتو تاييد وکړو او ويې ويل چې پوليس شک کوي چې دا بريد له مخکې نه پلان شوی وو، ځکه چې په کوټه کې معلومات ورکوونکو د کورنۍ د تګ په اړه خبر ورکړی وو.

د دې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخيستی، خو په تير وختونو کې طالبانو د هزارې په شيعه ګانو باندې بریدونه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500