پيښور -- ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ ( د جولای په ۱۸ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان هوايي ځواک په خیبر ایجنسۍ کې د خيبر-۴ عملیاتو په لومړۍ ورځ په هوايي بریدونو کې اته وسله وال ووژل.
رسمي سرچینو وويل، چې جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ ( د جولای په ۱۷مه) په راجګال سيمه کې د منع شوي لشکر اسلام او د داعش پټنځایونه په نښه کړل.