د طالبانو يو ځانمرګي برید کونکي په پیښور کې د فرنټير کور دوه غړي ووژل

ای ايف پي

پيښور -- پوليسو وويل چې، په يو بريد کې چې طالبانو یې د ترسره کولو ادعا کړې، يو ځانمرګي برید کونکي د پاکستان په شمال لویدیځ کې د دوشنبې په ورځ ( د جولای په ۱۷مه) يو ګاډی چې د نيم پوځي فرنټير کور غړي يې وړل، په نښه کړو او په دغه پيښه کې دوه تنه مړه او شپږ نور زخميان شول.

دا حمله د پېښور، چې د خیبر پښتونخواه مرکزي ښار دی، په حيات آباد سیمه کې وشوه.

دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه کله چې پاکستاني پوځ وويل چې هغوی په یوه مهم دره کې چې ستراتیژیکي اهمیت لري تازه عملیات پیل کړي دي.

د ځايي پولیسو يو چارواکي عمران مالک ای ايف پي ته وویل، "یو ځانمرګي برید کوونکي په حیات آباد کې د ایف سي يو ګاډی په نښه کړو چې دوه کسان په کې ووژل شول او شپږ نور زخميان شول، چې په دوی کې د ایف سي دوه سرتیري او څلور ملکيان شامل دي."

يو بل سينير چارواکي سجاد خان د دغه برید او تلفاتو تایید وکړو، د کومې چې تحریک طالبان پاکستان په یو بیان کې ذمه واري منلي ده.

د یکشنبی په ورځ (د جولای په ۱۶مه) پوځ د خیبر ایجنسۍ په راجګال دره کې د نوي ځمکنیو عملیاتو اعلان وکړو. راجګال نيم خودمختاره قبايلي سيمه ده چې د افغانستان سره پوله لري.

دا برید درد الفساد عملياتويوه برخه ده چې د فبرورۍ په مياشت کې وروسته له هغې پيل کړی شول کله چې په ټول هیواد کې يو شمير بریدونه ترسره شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500