د کوټې په ښار کې ۴ پولیس افسران ووژل شول

ای ايف پي

کوټه - په موټر سايکلونو باندې ناپېژاندو وسله والو په جنوب مغربي پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۱۳مه) څلور پوليس ووژل. دا وروستی بريد دی چې په ناکراره بلوچستان صوبه کې يې چارواکي په نښه کړل.

دا پیښه د کوټې په ښار کې، چې د بلوچستان مرکزي ښار دی، رامنځته شوه. دا ښار د يوې عشرې نه زياتې مودې راهیسې د ازادۍ غوښتونکو او اسلامي تاوتریخوالي له کبله ویجاړ شوی ده.

د پولیسو يو سينير چارواکي عبدالرزاق چیما ای ايف پي ته وویل چې د پولیسو سپرنټنډنټ مبارک شاه د درې پولیسو ساتونکو سره دفتر ته روان وو چې وسله والو کسانو د هغوی په ګاډې باندې ډزې وکړې.

چيما وويل، چې برید کوونکو د مختلفو اړخونو نه ډزې وکړې، او مبارک شاه او د هغه درې ساتونکي یې ووژل. هغه زياته کړه، چې وسله وال د پيښې د ځای نه وتښتېدل.

د کوټې د حکومت يو سينير چارواکي، محمد طیب، د وژنې تایید وکړو.

تراوسه هيڅ يوې ډلې د دې پيښې ذمه واري په غاړه نه ده اخیستې.

دغه وژنه څلور ورځې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې يو بم د پولیسو يو سينير مشر او د هغه ساتونکی ووژلوپه داسې حال کې چې د بلوچستان په ناکراره جنوب مغربي سيمه چمن کې۱۱ نور کسان ژوبل شول.

پاکستاني ميډيا راپور ورکړی چې د داعش ډلې د چمن د برید ادعا په غاړه اخیستې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500