دوه شکمن کسان جنوبي زیرستان ته د وسلو په لیږدولو کې تورن دي

پاکستان فارورډ

کوهاټ -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ ( د جولای په ۱۱ مه) په کوهاټ کې دوه هغه کسان ونیول کوم چې جنوبي وزيرستان ته د وسلو ډکه لارۍ وړلو کې تورن وو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل چې دا وسلې په ټرک کې دننه پټې کړی شوي وې او زیاته یې کړه چې چارواکو دغه ګاډی د کوهاټ سورنګ ته نژدې ودرولو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه چې پلټونکو د ۳۰۰ نه زیاتې تومانچې او د مختلفو بورونو د ۷،۰۰۰ نه زياتې ګولۍ او همداراز نورې وسلې او ګوله بارود وموندل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500