کراچۍ -- ډان خبار د چارشنبې په ورځ (د جولای په ۱۲ مه) راپور ورکړو چې پوليسو په کراچۍ کې د ګينګ یو غړی په ډزو کې ووژلو.
د پوليسو او د ګينګ د غړي افتاب زکري ترمنځ د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۱۱ مه) د ټوپک د ډزو تبادله وشوه. د هغه ورور غفار زکي دی، کوم چې د لیاري د ډلې شکمن مشر دی.
په دې پیښه کې يو څارندوی پولیس ژوبل شو.
پوليسو وويل، ذکري په مختلفو جرمونو لکه په شوکې، قتل او اغواکارۍ کې ښکيل وو.