پیښور -- د ډان اخبار له مخې، محمد طاهر، چې په پيښور کې د پوليسو مشر دی، وويل، رضوانه حمید د پوليسو لومړۍ ښځه ده چې په پیښور کې د جمعې په ورځ (د جولای په ۷ مه) د سټيشن هاوس افسرې په توګه تعينات شوه.
رضوانه په ۱۹۹۶ کې د دغه ځواک سره یو ځای شوي وه. اوس هغه د ګلبرګ پولیس سټيشن مشري کوي.