د فوټبال ۸ نړیوال لوبغاړي به په پاکستان کې لوبه کوي

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- سما تلويزيون د جمعې په ورځ ( د جولای په ۷ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان د فوټبال مينه وال به د هغه اتو نړیوال لوبغاړو د لوبې د کتنې موقع ولري کوم چې به په لومړي ځل په پاکستان کې لوبه کوي.

په دې لوبغاړو کې د برازیل رونالډینو او رابرټو کارلوس شامل دي. دغه اته لو‌بغاړي پلان لري چې په کراچۍ او لاهور کې د شنبې او یکشنبې په ورځ (د جولای په ۸ مه او ۹ مه) په ترتیب سره دوستانه ميچونه وکړي. نور شپږ لوبغاړي د فرانس، پرتګال، هالينډ او برطانيې سره تعلق لري.

بهرني لوبغاړي او ټیمونه د هغه وخت راهیسې په عمومي توګه د پاکستان نه ډډه کوي کله چې ترهګرو په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سریلانکا په کرکټ ټیم برید وکړو. په دغه پيښه کې اوه پاکستانيان وژل شوي او ۲۰ تنه ژوبل شوي وو. په ژوبل شوي کسانو کې د سريلانکا اووه لوبغاړي شامل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500