کوټه -- د چارواکو له مخې، د بلوچستان صوبې صوبايي وزیر د پنجشنبې په ورځ ( دجولای په ۶ مه) په پنجګور ډسټرکټ کې د راکټ په برید کې ژوندی پاتې شو.
ای آر وايي نيوز راپور ورکړو چې د صحت وزیر رحمت صالح بلوچ د پنجګور ښار نه پروم ښار ته سفر کولو چې په غرونو کې پټ شوي وسله والو د هغه په کاروان باندې د راکټونه او نور وسلو سره بريد وکړو.
د لیویز ځواک له مخې، بلوچ او د هغه ملګري په دې پيښه کې ژوبل نه شول. هغوی وويل، کله چې امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، نو برید کونکي له هغه ځایه څخه وتښتېدل.