په بلوچستان، لاهور او کراچۍ کې ۴ وسله وال ووژل او ۹ شکمن کسان ونيول شول

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ميډيا راپور ورکړو چې په بلوچستان صوبه، لاهور او کراچۍ کې امنیتي ځواکونو څلور وسله وال ووژل او اته شکمن جنایتکاران او ترهګر یې ونیول.

ايکسپریس ټریبيون راپور ورکړو چې فرنټير کور د جمعې په ورځ (د جولای په ۷ مه) د بلوچستان په تربت ډسټرکټ کې درې وسله وال ووژل.

ډان اخبار راپور ورکړ چې ایف سي څلورم جنګيالی ووژلو او د بلوچستان په څو ډسټرکټونو کې یې د پنجشنبې په ورځ ( د جولای په ۶ مه) پنځه پټنځایونه ویجاړ کړل.

دنيا ټي وي راپور ورکړو چې قانون پلي کونکو ادارې د پنجشنبې په ورځ د لاهور په مختلفو برخو کې درې شکمن کسان په چاپو کې ونيول.

ای آر وايي نيوز راپور ورکړو چې په عین حال کې د سيند پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې په کراچۍ کې پنځه شکمن ترهګر ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500