اسلام آباد -- ميډيا راپور ورکړو چې په بلوچستان کې د تاوتریخوالي په مختلفو پيښو کې د سکرو د کان يو کارکونکی او یو امنیتي افسر ووژل شول.
د لیویز ځواک په وینا، وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ ( د جولای په ۴ مه) په بولان ډسټرکټ کې د کان کارکونکی وویشتلو. چارواکو د دې پيښې علت نه دی ښودلی.
د ډان خبري اژانس له مخې، په موټرسایکل سپاره کسانو په همدغه ورځ په مستونګ ډسټرکټ کې د لیویز ځواک یو سينير افسر په ډزو ووژلو.
ايکسپریس ټريبيون راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخواه په پیښور کې، پولیسو د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۳ مه) د چاودنې نه مخکې يو بم ناکامه کړو.
پولیسو وويل، چې دغه ريموټ کنټرول الې ۴ کیلوګرامه چاوديدونکې توکي لرلې او د پولیسو لپاره کيښودل شوي وه او د پولیسو يو مرکز ته نږدې موجود وه.