د سيند سی ټي ډي په کراچۍ کې د وسله والو د نوې ډلې تحقيقات کوي

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- سما تلويزيون د سه شنبې په ورځ ( د جولای په ۴ مه) راپور ورکړو چې د پولیسو د تروریزم ضد ادارې په کراچۍ کې د پولیسو د وروستي قتلونو نه وروسته د نوي وسله وال ګروپ تحقيقات کوي.

د سي ډي ټي د وينا له مخې، دغه ترهګريز ډله، چې د انصار الشريعه پاکستان په نامه پېژندل شوې ده، زياتره په هغه وسله والو باندې مشتمل ده کوم چې د سوريې نه راستانه شوي دي.

یادې ډلې د اپریل په میاشت کې د پوځ د يو پخواني افسر د هدفي وژنې او د می او جون په مياشت کې په کراچۍ کې لږ تر لږه د شپږ پولیس افسرانو د وژنې مسوليت په غاړه اخیستی دی.

د سي ټي ډي د چارواکي، عمر شاهد حمید له مخې، دغه ډله د پاکستان په نورو برخو کې شتون نه لري.

انصار الشريعه د القاعدې يوه اتحادي ډله ده او په ۲۰۱۲ کال کې په لیبیا کې جوړه شوې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500