د پاړه چنار چاودنې د مرګ ژوبلې شمیره ۷۲ ته ورسيدله

د سټاف راپور

پاړه چنار -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د جمعې په ورځ (د جون په ۲۳ مه) د کورم ایجنسۍ په پاړه چنار کې په دوو چاودنو کې د مرګ ژوبلې شميره د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۵ مه) ۷۲ ته ورسيدله، ځکه چې پنځه نور قربانیان د زخمونو له امله مړه شول.

په يو وخت دوو چاودنو د ګڼې ګوڼې توری مارکیټ هغه وخت په نښه کړو کله چې خلک د اختر لپاره په سامان اخيستلو کې بوخت وو.

چارواکو خبرداری ورکړو چې د مرګ ژوبلې شمیره نوره هم زیاتیدی شي.

ځايي اوسيدونکو دهرنا وکړه چې د دغه وژلو غندنه وکړي او د پوځ د مشر، قمر جاويد باجوه او د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د راتګ مطالبه یې وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500