پيښور -- د ډان خبري اژانس له مخې، امنيتي چارواکو وويل، لږترلږه درې شکمن ترهګر د شنبې په ورځ (د جون په ۲۴مه) د پیښور په عملیاتو کې ووژل شول. هغوی زياته کړه چې په دغه عملياتو کې څلور امنيتي پرسونل ټپیان شول.
د پېښور مرکزي ښار د پوليسو افسر طاهر خان وويل، چې ځواکونو یو شکمن سهولت کار ونیولو او د هغه نه يې ترهګريز توکي لکه وسلې او چاودیدونکي توکې ترلاسه کړې.