د بهاول پور د تیلو ټينکر د اور د مرګ ژوبلې شميره ۱۵۷ ته ورسیدله

د سټاف راپور

بهاولپور -- ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۶ مه) راپور ورکړو چې د پنجاب صوبې په بهاولپور ډسټرکټ کې د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۵مه) د تېلو ټينکر په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شميره ۱۵۷ ته ورسيدل.

د سما تلويزيون له مخې، د سیمه ایزو پولیسو مشر، راجا رفعت، وویل، لاهور ته روان ټرک چې ۴۰،۰۰۰ لیټره تیل يې وړل، د یکشنبې په لومړیو کې په دغه ډسټرکټ کې نسکور شو. ځايي خلک د توی شوي پټرولو راټولولو لپاره راټول شول چې اور ولګیدو.

په نشاط هسپتال کې ډاکټر ناهید احمد د ۱۵۷ مرګ ژوبلې شميرې تاييد وکړو.

چارواکو خبرداری ورکړو چې کيدی شي چې ځینې نور سخت ژوبل شوي کسان مړه شي او د مرګ ژوبلې شميره لوړه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500