عدالت په ۲۰۰۹ کال کې د سريلانکا په ټیم باندې دوه تورن برید کونکي بري کړل

د سټاف راپور

لاهور -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د تروریزم ضد عدالت د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۱ مه) هغه دوه تورن کسان بري کړل په کومو چې په لاهور کې د سری لنکا په کرکټ ټیم باندې په مارچ ۲۰۰۹ کال کې په ترهګریز برید کې د لاس لرلو تور وو.

دوه تنه، عبید الله او ابراهیم خلیل د ټیم په بس باندې په برید کې په مرسته کولو کې تورون وو. په دغه بريد کې د سريلانکا د اوو لوبغاړو په شمول ۲۰ کسان ژوبل شول او اوه پاکستانیان ووژل شول.

په دغو شپږو کسانو کې ځينې هغه کسان د پوليسو سره په نښته کې ووژل شول چې د پاکستاني چارواکو له خوا په دغه کیس کې مجرمان ثابت شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500