د پنجاب چارواکو ۲ ترهګر ووژل او ۲۰ شکمن کسان یې ونيول

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- جيو نيوز راپور ورکړو، چې په پنجاب صوبه کې امنيتي ځواکونو دوه ترهګر ووژل او ۲۰ شکمن جنايتکاران او ترهګر یې ونیول.

سي ټي ډي د يکشنبې په ورځ (د جون په ۱۸مه) وويل، د صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې پرسونل د څلور ترهګرو سره مخامخ شول کوم چې په لاهور کې په حساسو تاسيساتو باندې د حملې کولو پلان لرلو او دوه يې د هغوی نه ووژل.

پاتې دوه کسان وتښتېدل.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۹مه) وويل، چې رينجرو او نورو امنيتي ځواکونو په کهاريا او سرای عالمګير سیمو کې ۲۰ شکمن کسان ونيول.

دا ګرفتارۍ په ټول هيواد کې د ردالفساد عملياتو برخه وه چې چارواکو د فبرورۍ په مياشت کې پیل کړي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500