پېښور -- جيو نيوز د سه شنبې په ورځ ( د جون په ۱۳مه) راپور ورکړو، چې وسله وال د اعتزاز حسن د کورنۍ غړو ته ګواښونه کوي. اعتزاز حسن هغه ۱۵ کلن د سکول هلک دی چې په ۲۰۱۴ کال کې د جنورۍ په مياشت کې یې د خيبر پښتونخوا په هنګو ډسټرکټ کې د يو ځانمرګي بريد کونکي مخه ونیوله او خپل ژوند یې قربان کړو.
اعتزاز د بريد کونکي سره مبارزه وکړه او په نتيجه کې يې د ډېرو نورو ماشومانو ژوندونه بچ کړو. هغه د مرګ نه وروسته د ستاره جرات (د زړورتيا ستوری) ايوارډ ترلاسه کړو.
د هغه ورور مجتبی جيو نيوز ته وويل، چې د هغه کورنۍ په دوام داره توګه د وسله والو نه د مرګ ګواښونه ترلاسه کوي.
هغه وويل، د اپريل په يوه ګواښ لیک کې، چې تحریک طالبان پاکستان استولی وو، غوښتنه وکړل شوه چې د اعزاز کورنۍ دې اعتزاز ته د اتل نوم نه ورکوي او دا چې دوی دې ځان د ميډيا او حکومتي چارواکو نه لري وساتي.
جيو نيوز وويل، چې مجتبی حسن د خپلې کورنۍ لپاره د پوليسو د ساتنې غوښتنه کړې ده خو تر اوسه يې ترلاسه کړې نه ده. د هغه کورنۍ د اوږدې مودې پورې يو ګارډ لرلو کوم چې ضلعي انتظاميې فراهم کړی وو.