لاهور -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په لاهور انټرنیشنل ایرپورټ کې د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۲ مه) جدې ته تلونکي ښځه او خاوند د ۶ کلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول.
د ایرپورټ امنیتي ځواک وويل، چې دوی پلان لرلو چې د سعودي جهاز ته د عمرې په بانه وخيژي. دغه ځواک زياته کړه چې هغوی د هغوی د سامان نه ۶ کلوګرامه هیروين او ميټامپټامين "آيس" ترلاسه کړل.