اسلام آباد -- چارواکو په ټول پاکستان کې دوه ترهګر ووژل، شپږ ترهګر یې ونيول او د وسلو او ګوله بارودو يوه لويه زیرمه یې ترلاسه کړه.
د ايکسپريس ټريبيون له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې فرنټير کور په کوټه کې د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۲ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ دوه وسله وال ووژل.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه چې نورو ځواکونو د جنوبي وزیرستان او دره آدم خيل په قبایلي سیمو کې د وسلو او چاودېدونکو توکو يوه لويه زيرمه ترلاسه کړه.
دنیا تلویزیون د دوشنبې او سه شنبې په ورځ (د جون په ۱۳ مه) په ترتیب سره راپور ورکړو چې پولیسو د پنجاب صوبې په اټک ډسټرکټ کې د جیش محمد، يو شکمن غړی او په اسلام اباد کې پنځه نور شکمن کسان ونیول.