بهاولپور -- سما تلويزيون د يکشنبې په ورځ (د جون په ۱۱مه) راپور ورکړو چې د پنجاب صوبې په بهاولپور ډسټرکټ کې د تروريزم ضد عدالت یو شیعه کس ته په سوشل ميډيا باندې د کفر موادو د خپرولو له کبله د مرګ سزا واوروله.
يو څارنوال، شفیق چوهدري، وويل، دغه عدالت تيموررضا، ۳۰ کلن، ته په ۲۰۱۶ کال کې په فېسبوک باندې د کفر مواد د خپرولو له کبله سزا واورول شوه.
تورن کس د سني مذهبي شخصیتونو، لکه د حضرت محمد (ص) او د هغه د ښځو، په اړه نامناسبه مواد پوسټ کړي وو.
د هغه وکیل ژمنه وکړه چې هغه به د ددې سزا خلاف درخواست جمع کړي.
په پاکستان کې د مقدساتو د سپکاوي الزامات د هجوم لخوا د وژلو او قتلونو سبب جوړ شوی دی.