داعش په بلوچستان کې د دوو چينيانو د وژلو ادعا کړې ده

د ای ايف پي لخوا

کوټه -- داعش د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۸ مه) د دوو چینيانو د وژلو ادعا کړې ده. دغه کسان د بلوچستان په ناکراره صوبه کې وسله والو په تیره میاشت کې تښتولي وو.

د دغه ډلې عماق خبري آژانس د دې ادعا اعلان وکړو.د چين يا پاکستاني چارواکو له خوا د دې پيښې فوري تايد نه دی راغلی.

يو څو ګهنټې مخکې، د پاکستان پوځ په يو بيان کې وويل چې د هغوی ځواکونو د دې میاشتې په سر کې د داعش په وړاندې عمليات ترسره کړل، چې د لشکري جنګوي د ۱۵ وسله والو پورې کسان په کې ووژل شول. دغه کسانو د داعش سره په بلوچستان کې د يوې اډې جوړولو په اړه خبرې اترې کولې.

په هېواد کې د چین د سفير له مخې، دغه دوه چينايي کارکوونکي په کوټه کې، کوم ځای چې دغه جوړه د ژبې زده کولو په مرکز کې اردو زده کوله، تښتول شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500