پيښور -- د حکومت يو سينير چارواکی د دوشنبې په ورځ (د جون په ۵ مه) وويل، چې د پولينډ د تیلو او ګيس د کمپنۍ شپږ پاکستاني کارکونکي، چې تير کال طالبانو اغوا کړي وو، خوشې شوي دي.
پاکستاني طالبانو د جيوفيزکا کراکاو کارکوونکي په تیر نومبر کې د خيبر پختونخوا د ډیره اسماعیل خان نه اغوا کړي وو.
په جنوبي وزیرستان ايجنسۍ کې د حکومت يو ستر چارواکي، اسلام خټک، ای ايف پي ته وويل: "هغوی په غیرمشروط ډول خوشي شوي دي او مونږ ته د یکشنبې په ورځ ناوخته وسپارل شول."
خټک وويل چې د دغه کسانو په خوشي کولو کې قبايلي مشرانو مرسته وکړه او په افغانستان کې یې په پکتيکا صوبه کې د اغواکارانو سره خبرې اترې وکړې.
هغه زياته کړه، چې قبايلي مشرانو دغه شپږ کارکونکي د پاکستان او افغانستان په پوله باندې ترلاسه کړل او پاکستاني چارواکو ته يې وسپارل.