اسلام آباد -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې د ایرپورټ امنیتي ځواک د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۱) د مخدره توکو يو شکمن سمګلر ونيولو، چې د اسلام آباد په بېنظیر بوټو انټرنیشنل ایرپورټ کې یې د ۴۰۰ ګرام نه زيات هيروين لرل.
دغه شکمن کوشش کولو چې جدې ته تلونکي جهاز ته وخيژي.
سرچينې زياته کړه، چې دغه هيرويين په ۷۰ کپسولونه کې په ډايپرز کې پټ کړل شوي وو.
د مخدره توکو پروړاندی ځواکونو دغه شکمن په حراست کې واخيستو.