په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې ۶ شکمن ترهګر ونيول شول

د سټاف راپور

لاهور -- دنیا تلویزیون د جمعې په ورځ (د جون په ۲مه) راپور ورکړو چې د پاکستان پوليسو په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې شپږ شکمن ترهګر ونیول.

پولیسو د جمعې په ورځ هغه څلور شکمن کسان ونيول کومو چې د پنجاب صوبې په بهاولپور ډسټرکټ کې د يو "حساس" خو د نامعلومې ودانۍ بهر د چاودېدونکي توکو ښخولو پلان لرلو.

ډسټرکټ پوليس افسر سهیل خالد وويل، چې د خيبر پښتونخوا په چارسده ډسټرکټ کې پولیسو د تحریک طالبان پاکستان هغه دوه شکمن غړي ونيول چې په ۱۰۹ تروریستي فعالیتونو کې ښکيل وو.

خالد زياته کړه، پوليسو دوه ځانمرګي واسکټونه، نهه توغندي او نور ترهګريز سامان د دغه شکمنو د کور نه ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500