د لاهور پوليسو يوه تروریستي دسيسه ناکامه کړه

سټاف راپور

لاهور -- دنيا تلويزيون د چهارشنبې په ورځ ( د می په ۳۱ مه) راپور ورکړو، د پنجاب صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې وويل چې په لاهور کې پاکستاني چارواکو د جماعت الاحرار او تحریک طالبان پاکستان درې شکمن غړي ونيول.

سي ټي ډي وويل چې دوی د شکمن کسانو نه ځانمرګي واسکټونه او لاسي بمونه ترلاسه کړل. دغه ادارې زياته کړه چې دوی پلان لرلو چې يو نامعلومه مذهبي ځای په نښه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500