۵ پاکستانيانو د ملګرو ملتونو له خوا د مرګ نه وروسته مډلونه ترلاسه کړل

د سټاف راپور

ملګري ملتونه -- سما راپور ورکړو چې پینځو پاکستانیانو، چې د سولې د ساتلو په عملیاتو کې یې په ۲۰۱۶ کال کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي وو، د ملګرو ملتونو له خوا د مرګ نه وروسته مډلونه ترلاسه کړي دي.

دغه څلور تنه سرتيري او يوه ملکي ښځه د ۴۳ هيوادونو په هغه ۱۱۷ کسانو کې شامل وو کومو چې په يو تقريب کې د چهارشنبې په ورځ د می په ۲۴مه د ډاګ هيمرک جولډ مډل د ملګرو ملتونو په هيډکوارټر کې ترلاسه کړل.

حولدار عبدالمجيد خان، حولدار ذیشان احمد، لیفټننټ کرنل محمد اشرف، نايک قيصر عباس او ميرمن شبنم خان په کانګو، ايوري کوسټ، مرکزي افریقا جمهوریت او په افغانستان کې ډيوټي ترسره کړي وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500