په بنو او کوهاټ کې د پوليو پخوانی کارکوونکی او يو ترهګر ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور -- ميډيا راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا په بنو او کوهاټ کې د پوليو یو پخوانی واکسين ورکونکی او يو ترهګر په مختلفو پيښو کې ووژل شول.

ډان خبري اژانس د سيمه ييزو پوليسو له خولې راپور ورکړو، رفيع الله، چې د بنو ډسټرکټ د پوليو د واکسين کمپاين يو پخوانی سوپروايزر وو، په بنو ډسټرکټ کې د چهارشنبې په ورځ (د می په ۲۴ مه) ووژل شو. وسله والو کسانو هغه په ډزو هغه وخت ووژلو کله چې هغه بازار ته روان وو.

په کوهاټ ډسټرکټ کې، پوليسو د پنجشنبې په ورځ (د مۍ په ۲۵ مه) په يوه نښته کې يو ترهګر ووژلو.

پوليسو وويل، چې وژل شوي کس په کوهاټ کې د می په ۲۰مه د پولیسو څلور افسران وژلي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500