پاکستاني چارواکو په هوايي جهاز کې ۲۰ کلوګرامه هيروين ونيول

د سټاف راپور

اسلام آباد -- ميډيا راپور ورکړو چې چارواکو د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۲ مه) د اسلام آباد په نړیواله هوايي اډه کې د پاکستان انټرنيشنل ايرلاينز په جهاز کې، چې لندن ته روان وو، ۲۰ کلوګرامه هیرویین ونیول او پنځه شکمن کسان یې ګرفتار کړل.

سما او جيو نيوز راپور ورکړو چې دغه نشه يي توکې د جهاز د خوراک تيارولو په ځای کې پټ کړل شوي وې.

د ایرپورټ امنیتي ځواک او د مخدره موادو د مبارزې ځواک پنځه شکمن کسان ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500