نوښار-- جيو نيوز خبر ورکړو چې پولیسو په مردان کې د اپريل په مياشت کې د کالج د يو طالب علم د وژلو په سلسله کې درې نور شکمن کسان ونيول. په دغه شکمن کسانو کې د اسلامي تعليماتو يو ليکچرر شامل دی.
تر اوسه پورې، چارواکو په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې د طالب علم مشعل خان د وهلو او په ډزو د ويشتلو نه وروسته ۵۶ شکمن کسان نيولي دي. يو هجوم په هغه د مقدساتو د سپکاوي تور لګولی وو.
پوليسو وويل، دغه استاد، چې په حراست کې دی، په حکومتي ډګري کالج کې تعليم ورکوي.