راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، چې د خیبر پښتونخوا د زندان چارواکو د تحریک طالبان پاکستان څلور ترهګرو ته د چهارشنبې په ورځ (د می په ۱۷مه) پهانسي ورکړه.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې پهانسي شوي ترهګر د امنيتي ځواکونو په وژلو او په نورو تروريستي اعمالو کې ښکيل وو.
هغه زياته کړه پوځي عدالتونو دغه تورن کسان په اعدام محکوم کړل.