په بلوچستان کې د داعش ځانمرګي بريد ۱۷ تنه ووژل

ای ايف پي لخوا

کوټه -- چارواکو ای ايف پي ته د جمعې په ورځ (د مۍ په ۱۲مه) وويل، په يو ځانمرګي چاودنه کې چې په جنوب لويديځ پاکستان کې د يو سنيټر کاروان په نښه کړو، لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول، او د ۳۰ نه زيات نور ژوبل شول.

دغه برید د بلوچستان په مستونګ ډسټرکټ کې هغه ګاډی په نښه کړو په کوم کې چې د پاکستان د ايوان بالا چيرمين مولانا عبدالغفور موجود وو.

داعش د خپلې خبري اژانس عماق له لارې د دغه بريد مسوليت په غاړه واخيستو.

حيدري په سما تلويزيون وويل: "زه ژوبل شوی یم خو خوندي يم." "ډرايور او زما سره نور نږدې ناست کسان سخت ژوبل شوي دي."

دوه چارواکو ای ايف پي ته وويل، بريد کونکی په موټر سايکل راغې او ځان يې د حيدري ګاډي ته نژدې والوزاوو.

حيدري د جمعيت علماء اسلام (فضل)، چې یوه پیاوړی مذهبي سیاسي پارټي ده، يو سينير چارواکی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500