په بلوچستان کې د تاوتریخوالي له کبله ۵ کسان ووژل شول

د سټاف راپور

کوټه -- ميډيا راپور ورکړو چې په بلوچستان کې د تاوتریخوالي په مختلفو پيښو کې لږ تر لږه پنځه تنه مړه شول.

د ليوي ځواک چارواکو وويل، په تربت کې د سه شنبې په ورځ (د می په ۹ مه) په يو راکټي بريد کې يوه ښځه ووژل شوه.

د ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې وسله والو په کچ ډسټرکټ کې په کور کې دننه ښځه او خاوند په ډزو ووژل او هم په دغه ډسټرکټ کې یو سړی ووژلو. دا ټول د سې شنبې په ورځ ووژل شول.

پولیسو د سې شنبې په ورځ هم په پسني کې په ګولو سورې يو لاش وموندلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500