پاکستاني ځواکونو د ترهګرو د وسلو زیرمه ونيوله

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- جيو نيوز د پوځ د عامه اړیکو دفتر له خولې خبر ورکړو چې پاکستاني ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د می په ۹ مه) د بغاوت ضد عمليات (ردالفساد) ترسره کولو په لړ کې د ترهګرو د وسلو زیرمه ترلاسه کړه او څو کسان يې ونيول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې په جنوبي وزیرستان کې ځواکونو د وسلو يوه زيرمه ونيوله چې په دې کې تومانچې، راکټونه او سب مشين ګنونه شامل ول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، په پنجاب کې، دوی يو شمير شکمن کسان ونيول، چې په دوی کې هغه درې کسان هم شامل ول کوم چې په دوو بمي چاودنو کې تورن وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500