تحریک طالبان پاکستان د ۶ اغوا شوي کسانو ویډیو جاري کړه

د سټاف راپور

پېښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې تحریک طالبان پاکستان د سه شنبې په ورځ (د می په ۹ مه) د شپږو تښتول شوي پاکستانيانو ویډیو جاري کړه. دوی په دغه ویډیو کې د خپل ژوند لپاره غوښتنه کوي.

دغه پاکستانيان، چې د پولينډ د تیلو د کمپنۍ لپاره کار کوي، په تیر نومبر کې د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان نه تښتول شوي وو.

په دغه ویډیو کې ښودل کیږي چې دغه شپږ کسان د يوبل تر څنګ ناست دي او په هغوی کې يو بيان لولي. هغه د پاکستان حکومت، کمپنۍ او د برمته شوي کورنیو ته دراخواست وکړو چې د هغوی د خلاصون لپاره کار وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500